سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۴۱
ولایت سمنگان

د چارو د لاښه ترسره کولو په موخه د سمنگان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق د سیمکارتونو ثبتولو، د پیرودونکو شکایتونو ته په وخت رسیدنه، د سیمکارتونو خرڅلاو، د کریدیت لیږد او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړي او د اصولو مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.

د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته