د (اړیکه) مجله

د اړیکه مجلې شالید:

اړیکه مجله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خپرونه ده چې شپاړسو کلونو راپدې خوا چاپ او خپریږي.

 دغه مجلې په ۱۳۸۰ کاله کې په څلورو مخونو سره خپل نشرات پیل کړل چې د تیرو څو کلونو په تیریدو سره پدغه مجله کې د کمیت او کیفیت له مخې بدلونونه رامنځته شوي او د مخونو شمېر يې تر پنځوسو رسیدلی.

دغه مجله په هرو دریو میاشتو کې ۱۵۰۰  ګنې او په کال کې ۶۰۰۰ زره ګڼې په ښکلي بڼه او ښه کیفیت سره  چاپ او نشر ته سپارل کیږي.

اړیکه مجله  په مرکزی ریاستونو سربیره د ولایتونو د مخابراتو ریاستونو، ولایتې ادارې او مختلفو دولتي ادارو، رسنیو، مخابراتي خصوصي شرکتونو ته لیږل شوي؛ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو، د (ICTI) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیوت زده کوونکو د علم او پوهې خوندانو دغه مجله مطالعه کړي او د بیلابیلو مضامینو يې ښه ګټه اخیسته ده.

پدغه مجله کې د ټکنالوجۍ په اړه د هېواد د ننه، په سیمه ایزه او نړیواله کچه د نوو لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو په اړه مضامین خپریږي چې د زیاتو کسانو د خوښۍ او خوشالۍ وړ ګرځيدلي؛ مینوال تر ددغه مجلې چاپ  ته سترګې په لار وي او زیاتره وخت محصلین د مونو ګراف په لیکلو کې ددغه مجلې څخه ګټه پورته کړي.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پر مجلې سربیره کلیزه او بروشر هم چاپوي چې په بروشورو کې په لنډه توګه د یو کال لاسته راوړونې او پرمختګونه نشریږی.

دغه مجله په ګروپي او ډله ایز کار سره په موفق ډول (د ژباړن استاد محمد عاشق،د راپور لیکوونکي معصومه نیازی، ډيزاینرې لیدا رحماني، عکاس ویس خان محمدي، د ویش مسؤل احسان الله تلاش توتاخیل) د اړیکې مجلې  مسؤل مدیر عزیز الله ستانکزی تر څارنې لاندې مخ ته وړل کیږی.

د اړیکې مجلې د فعالیت جواز دلته وګورئ

 

عبدالعزیزستانکزی                   

دعامه اړیکو لوی مدیر او د اړیکه مجلی مدیر مسئول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۳۹۱/۱۱/۱۶ نیټې د ۱۱۷ نمبر جواز لرونکی

 

د اړیکه مجلې لیست:

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د چنګاښ میاشتې د ۱۴۰۰ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د غبرکولې میاشتې د ۱۴۰۰ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د غویی میاشتې د ۱۴۰۰ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د وری میاشتې د ۱۴۰۰ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د کب میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د سلواغه میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د مرغومی میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د لیندی میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د لړم میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د تله میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د وږي میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د زمری میاشتې د ۱۳۹۹ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د قرنطین په موده کې د ۱۳۹۹ کال

 اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د غبرگولي میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د چنګاښ میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د زمری میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د وږی میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د تله میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د لړم میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د لیندی میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د مرغومی میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت د وری میاشتې د ۱۳۹۸ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت دویمه ګڼه د ۱۳۹۷ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت دویمه ګڼه د ۱۳۹۷ کال

اړیکه مجله د مخابراتو وزارت لمړۍ ګڼه د ۱۳۹۷ کال