د وزارت په هکله

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تاریخچه:

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۹۵۵م کال کې تأسیس شو.

  افغانستان  په لومړي ځل په ۱۸۹۸م کال کې د ارګ په ماڼۍ (د شاه د اوسېدو ځای) کې د سیمداره تلیفون په ایښودلو سره د الکترونیکي اړیکو په نړی خپل ګام پورته کړ.

په ۱۹۰۸کال د تلیفون یوکوچنی سیستم چې د ۲۵ تلیفونی  مزو وړتیا درلوده د ارګ ماڼۍ شمال خواته ولګول شو، د تیلي ګراف خدمتونو سيستم  نصب بله هغه مخابراتی آسانتیا وه چې په کال۱۹۱۴م په افغانستان کې رامنځته شوه او همدارنګه په بابر بڼ (دکابل ښار تاریخي بڼ دی چې د مغول ظهیرالدین محمد بابرامپراتوری ښکارندويي کوي).کې  د دوه کیلو واټه په ظرفیت سره دتیلی ګراف سیستم  کیښودل شو چې د نظامی موخو لپاره کارول کېده.

په کال ۱۹۱۹ د ټلیفون بیلابېل سیستمونه د ۵۰ لینه او ۱۰۰ لینه سیویچبوردونه د شاه  دوشمشېره (رح) په پسته خانه کې نصب شول او په همدغه کال کې ۱۴ تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکړل شول چې د ټیلي ګراف په برخه کې د هیواد څخه دباندي زده کړي وکړي.

په کال ۱۹۲۰ کې د انګیستان جوړشوی د ټیلي ګراف یوبل ماشین نصب شو چې تر کال ۱۹۳۲ پورې ترې کار اخیستل کېده.

افغانستان د ۱۹۲۸ کال په اپرېل میاشت کې د ټیلي ګراف نړیوالي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ، د ټیلي ګراف نړیواله اتحادیه په کال ۱۸۶۵ کې رامنځته شوه او په کال ۱۹۳۲ کې د مخابراتو نړیالې ټولنې باندې بدله شوه.

په کال ۱۹۳۰کې ۷ پایې ماشینونه او د لنډو څپو ټیلیګراف د مارکوني کمپنۍ چې یوه ایټالوی کمپنۍ ده وپیرودل شول او کابل، هرات، مزارشریف، میمنې او خوست کې نصب او مونتاژ شول. د ۱۹۳۳ کال په وروستیو کې یو بل سیستم چې د لوړ ځواک آنتن یې درلوده له همغې کمپنۍ څخه واخیستل شو او د کابل  ټیلي ګراف په مرکزي ودانۍ کې نصب او مونتاژ شول. په کال ۱۹۴۹ کې د تلیفون یوه دستګاه چې ۱۳۰۰ تلیفوني مزو وړتیايي درلوده، وپیرودل شوه چې په ۱۹۵۰ کال یې د کیبل شبکه بشپړه شوه.

په کال ۱۹۵۳ م کې د زیمینس کمپنۍ څخه د تلیفون یوه دستګاه وپېرودل شوه چې د ۵۰۰۰ تلیفوني مزو وړتیا يي درلودله، چې د شبکې له بشپړېدو وروسته په کال ۱۹۵۷م په کار واچول شوه.

د زیمینس  کمپنۍ څخه د فرعي تجهیزاتو له برابرولو څخه وروسته د مخابراتو وزارت وکړای شول چې په کال ۱۹۵۹م کې د مزار شریف – کابل او کابل – کندهار  د تلیفونی اړیکو له لارې سره ونښلوي، په کال ۱۹۶۱م کې د ۱۵۰۰تلیفونی مزو د چک و سلواکیا هیواد څخه وپېرودل شوه. او په کابل ښار کې نصب شوه په همدغه کال کابل او کندهار او همدارنګه کابل له تورخم او د هېواد له شمال سره ونښلول شول.

همدغه وخت په هېواد کې ۱۴۰۰۰کیلومترو په اوږدوالي د ۳ او ۱۲ چینله سیستمونو په مرسته مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل، د نړیوالو مخابرو او ترانزیت په موخه د ځمکنیو اړیکو څخه په ځینو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او ترکیه  کې ګټه اخیستل کېده او د چینلونو شمېر هم له ۱۲۰ څخه زیات ؤ.

د راډیویي ترانسیور لمړنۍ ستیشن چې ۲۰ کیلو واټه ځواک لرونکی ؤ په کابل ښار کې ودرؤل شو چې د رادیو له لاري کابل له پاریس سره ونښلول شو.

د ۱۹۴۶ کال په وروستیو کې د ۱۰ کیلو واټو په طاقت یو راډیویي لیږدوونکی او دوه د اخیستونکي ستیشنونه د فلِپس د کمپنی څخه اخیستل شوي ؤ او د پاریس، نوي ډیلي، لندن او مسکو ترانزیتی مرکزونو سره د مخابراتی اړیکې ټینګولو په موخه ګټې ته سپارل شوي ؤ.

دپر مختیایی شبکې پروژه یا د تیلی کمیونیکشن دوهمه پروژه په ۱۹۷۳ کال کې د تیلی کمیونیکیشن نړیوالې تخنیکي اتحادیې په مشوره کابل ښارکې په لاره واچول شوه.

د درېیمې پروژې له پلي کېدو سره په نوي ښار،خیرخانه مینه او مکروریانونو کې ، فرعی اتوماتیکې دستګا وې ودرؤل شوې. د زیمِنس کمپنی په مرسته ۱۳۲۰۰ تلیفون مزي د کابل په ښار کې فعاله شول.

افغانستان په ۱۹۷۹ کال کې د آسیا پسفیک دمخابراتی ټولنې (APT)  غړیتوب ترلاسه کړ.

د ۱۹۸۳-۱۹۸۴ کلونو کې د کابل، جلال آباد، پروان، پلخمری، شبرغان او کندز په ښارونو کې کراسبار ډوله دستګاوې ودرول شوې.

د۷۰ یمي لسیزي په اوږدو کې ‎ د تلیفون او ټیلیګراف په ګډون  اساسي مخابراتي خدمتونه د ولسوالیو په کچه شتون درلود. که څه هم ډیری مخابراتي خدمتونه حکومتي ادارو پورې محدود ؤ، خو بیا هم سیمه ایزو خلکو خدمتونو ته لږ لاسرسی درلود.

په (۸۰ او۹۰) یمو لسیزو کې سیاسي- ټولنیزو نښتو او جګړو نه یواځې د افغانستان بنسټونه او شتمنۍ له منځه یوړې، بلکې مخابراتی سیستمونو یې هم ویجاړ کړل. د هیواد په ډیرو برخو کې آن تردي چي اړینو مخابراتی خدمتونه هم شتون نه درلود.

په۲۰۰۱م کال کې د لنډمهالې ادارې له جوړیدو سره سم په افغانستان کې سیاسي- اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو یو ځل بیا د هېوادوالو هیلې را ژوندۍ کړې. د انتقالي حکومت له جوړیدو څخه وروسته د ۲۰۰۲ کال په اوږدو کې او وروسته په ۲۰۰۴-۲۰۰۳ کلونو کې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړیدو سره د خصوصي سکتور لپاره یو مناسب چاپیریال را منځ ته شو ترڅو افغانانوته په رسمي ډول د خصوصي سکتور څخه د ژوند په بیلا بیلو برخو کې ګټه پورته کړی.

د هیواد جغرافیایی موقعیت ته په کتو سره چې ډیری برخې یې غرونو نیولې دي او یو ډیر شمیر افغانان چې د هېواد دننه او بهر کې خواره دي د مخابراتی خدمتونو د اسانتیاؤ برابرول یوه اړینه موضوع ده.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لمړنۍ اداره وه، چې د مخابراتو سکتور لپاره یې ستراتیژیکې او عمومي پالیسۍ جوړې کړې، ترڅو خصوصي شرکتونه او ادارې د مخابراتو په برخه کې د پانګونې جوګه شي.

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اصلي موخې او مسؤلیتونه:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ سکتور د مسؤل او لوری ورکوونکي ارګان په توګه هوډ لري چې د ډیجیټل بدلون، خصوصي سکتور فعالیتونو ، د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوجۍ نوي اسانتیاوو لپاره د اړینو پالیسیو طرح کولو او ملي پروژو پلي کولو لپاره زمینه برابره کړي ترڅو زموږ ګران هیواد او هیوادوال د نورو هیوادونو سرهد نړۍ ډیجیټل اقتصاد کې برخه ولري.

په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو راپور او ملت ته د حکومت د حساب ورکول

د مخابراتو وزارت د دغو موخو ترلاسه کولو او نوې ډیجیټل ، خوندي او په ځان بسیا ډیجیټل ټولنې د لاسته راوړلو لپاره ، لاندې لویې موخې او مسؤلیتونه تعقیبوي:

  • په ټولو سکټورونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ترویج
  • ارزانه ، خوندي او ډادمن لاسرسی لپاره شرایط رامینځته کول
  • پدغهسکټور کې ملي او نړیوالې پانګونې جذبول
  • په افغانستان کې د ډیجیټل خدمتونو قانوني کول
  • د عامه خدمتونود پروسو ساده او اټومیشن کول
  • د ډیجیټل بدلون لپاره د ایکوسیستم (هر اړخیزهزمینه) رامینځته کول
  • د ډیجیټل اقتصاد ترویج او هڅولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کول
  • افغانستان په سیمه کې د ډیټا ترانزیت په څلور لارې بدلول
  • په سیمه کې د ډیټا ټرانزیټ لپاره د یوې څلور لارې په توګه د افغانستان بدلول

 

د ۱۳۹۹ مالي کال کې د پوستې خدمتونو سکتور په برخو کې کړنې:

افغان پوسټ شرکت یو له مهمو ریاستونو څخه دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر نظارت لاندې د هیواد وګړو لپاره پوستي خدمتونه وړاندې کوي.(په ۱۴۰۰ مالي کال کې دا شرکت په خپلواک ډول فعالیت کوي)دې څانګې د ۱۳۹۹ مالي کال کې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

  • په لومړنۍ او دویمې درجې ولایتونو کې ۳۵ پست خونې ترمیم او بشپړ شوی دي.یوازې په سړو ولایتونو کې کارونه د لنډې مودې لپاره د سړې هوا له امله ځنډول شوي دي ، چې د هوا له تودیدو وروسته به له سره پیل شي.
  • له ولسوالیو څخه د ولایت مرکزونو ته د پوستې مراسلاتو او کسوړو راټولولو او تحویل لپاره
  • ۲۰۰ موټرسایکلونه او ۱۵ موټرونه پیرودل شوي دي.
  • د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د هیواد دننه او بهرته، د پوستې مراسلاتو (۳۳۲۹۴۳۱) ورودي او صدوري خدمتونه ترسره شوي دي.
  • د بهرنیو چارو وزارت لخوا د منظور شوي (۹۶۳۷۱) سندونو لیږد او ویش په مرکز او ولایتونو کې د پوست خونو له لارې ترسره شوي دي.
  • د (۵۲۷۵۹۱) پاسپورټونو ویش د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د پوست خونو له لارې ترسره شوی دی.

 

د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د کیفیت تامینولو په برخه کې د مخابراتو وزارت کړنې (د ۱۳۹۹ مالي کال کې):

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ کیفیت تامینولو په برخو کې لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي:

  • د انټرنت د تبادلې مرکز NIXA (NIXA Upgradation) د پراختیا لپاره تجهیزات پیرودل او بشپړ شوي دي.
  • د انټرنیټ خدمتونو ۲۳ لوی شرکتونه د هیواد په سایبريفضا کې د انټرنیټ ترافیک مصئونیت او کنټرول لپاره د نیکسا دستګاه سره نښلول شوي دياو یو شمیر نور شرکتونه سروې شوي.
  • د ډیجیټل سرټیفیکیټ ویشلو په موخه دولتي ویب سایټونو او د بریښنایی تصدیقونوحفاظت کوونکی (Sockets Secure Layer) سیستم لپاره تجهیزات پیرودل شوي او د انسټالیشن په پړاو کې دي.
  • د سایبري بریدونو پروړاندې د افغانستان سایبري امنیتي ټیم پراختیا لپاره تخنیکي سروې بشپړه شوې.
  • د کلاوډ زیربنا او د معلوماتو ملي مرکز لپاره امنیتي سیستم سروې شوې ده.
  • د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو آنلاین سیسټم (Higher Education Management System) چمتو او په لاره آچول شوی دی.

 

د نوري فایبر سیمه ایزو اړیکو په برخو کې:

نوري فایبر د افغان ټلیکام شرکت له خدمتونو څخه دی او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور وده کې ترټولو لویه زیربنایی پروژه ده.

نوري فایبر په کم وخت کې د ګاونډیو هیوادونو له لارې په مستقیم ډول د نړیوال نوري فایبر ملاتړ سره د خورا لوړ ظرفیت سره د انټرنیټ خدمتونو ته د لاسرسي چمتو کوياو په ډیرلنډ وخت کې معلومات لیږدوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال کې پدې برخه کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • د فیض آباد څخه د چین هیواد تر سرحده د واخان له لارې د چین جمهوریت سره د نوري فایبر کیبل غزولو شبکې سروې شوېده او د واخان دهلیز له لارې د نوري فایبر غزولو لپاره د پیسو غوښتنه چین ته لیږل شوې ، او کار یې روان دی.
  • د نوري فایبر شبکې له لارې قزاقستان ته وصل د افغانستان لخوا چمتو شوی ، خو د تاجکستان د مالي او تخنیکي ستونزو له امله پروژه نه ده بشپړه شوې.

 

د انټرنیټ او نوري فایبر سره د دولتي ادارو او ښوونځیو نښلول:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، د پلان او د دولتي دفترونو ډیجیټل کولو پالیسۍسره سم او برښنایي حکومتولۍ د پیاوړ تیا لپاره د اړوندو ادارو سره په همغږي د نوري فایبر شبکې یا بېسیم سیسټم له لارې د دولتي دفترونو له انټرنیټ سره وصل کولو  سروې او لومړني کار پیل کړیچې د 1399 کال په جریان کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • د هیواد د ۳۴ والیتونو مرکزونو کې دولتي دفترونو انټرنیټ سره (د نوري فایبر کیبل شبکې یا بې سیم سیسټم له لارې) وصلولو لپاره یوه سروې ترسره شوې ترڅو د حکومتي شبکې (Government Network)لپاره اړین بانڈویډ چمتو شي.پدې اړه څلور شرکتونه د نرخونو وړاندیزونه کړي او په دې هکله نورېڅیړنې روانې دي.
  • په ۲۵ ولایتونو کې د نوري فایبر شبکې سره د (۱۶۰) ښوونځیود نښلولو لپاره کار روان دی.
  • په ولایتونو کې د ویماکس او پاینټ تو پاینټ له لارې د ۵۰۰ ښوونځیو د نښلولو کار روان دی.

 

په ۱۳۹۹ کال کې د آسان خدمت په برخه کې کړنې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د  ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې تر دې چې (آسان خدمت) رسماً د احصائیې دفتر ته نه وسپارل شوی لاندې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.

  • د هرات ، کندهار ، ننګرهار ، بلخ ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د اسان خدمت دفتر ودانۍ لپاره ځمکې مشخصې شوې دي.
  • دخوست په ولایت کې د آسان خدمت مرکز جوړ شوی دی  او د پاسپورتونو د ویش ، د کار جوازونو ورکولو، ترانسپورت ، شهیدانو او معلولینو په هکله عامه خدمتونه وړاندې کوي.
  • د پوهنې ، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د کارمندانو معاشونه د مبایل تلیفونونو له لارې ورکول کیږي.

 

د ۱۳۹۹ مالي کال کې د کار رامنځته کولو لپاره د مخابراتو وزارت کړنې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې وزارت د کارکوونکو د استخدام پلان پر بنسټ د  ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې عملي اقدامات تر سره کړي دي او تښ بستونه یې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي دي پدې برخه کې  لاندې لاسته راوړنې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترلاسه شوي دي.

د مستقیم کارموندنې په برخه کې:

  • (۴۵) تنه کارپوهان او مسلکي متخصصین په پرمختیایی پروژو کې د کار پرمختګ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو تخنیکي وړتیا لوړولو په موخه  ګمارل شوي دي.
  •  (۱۷۲) تنه کارکوونکي د معاش او رتب سیسټم پر بنسټ په کمبودو بستونو کې استخدام شوي دي.

د غیر مستقیم کارموندنې په برخه کې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتورونو کې (۲۰۰۰۰۰) وګړيپه غیر مستقیم ډول په دندو ګمارل شوي دي.

 

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره راتلونکي پلانونه

‏۱. د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ پراخول (په تعلیم، لوړو زده کړو او روغتیا کې د الکټرونیکي - حکومتولی پراختیا)

‏۲. د انټرنټ د تبادلې مرکز (‏NIXA‏) پراختیا؛

‏۳. د افغانستان د ملي معلوماتو مرکز په آی کلود بدلول؛

‏۴.  د کاسا ډیجیټل پروژې پلي کول؛

‏۵. د مبایل له لارې د معاشونو ورکړه (‏MSP‏)؛‏

۶. د وزارت د اصلاحي پروژو  پلي کولو واحد؛

‏۷.  د راکړې ورکړې الکټرونیکي تصدیقونو زیربناو پراختیا (‏ARCA‏)؛‏

‏۸.  د ښوونې او روغتیا سکتور لپاره د سپوږمکۍ د ځمکنۍ سټیشن رامینځته کول؛

 

د مخابرات وزارت د چارواکو نوم لړ:

  • آغلې معصومه خاوري، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیرې ۲۴ وږی ۱۳۹۹

  • ښاغلي محمد فهیم هاشمی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ۱۳۹۸ تر ۱۳۹۹

  • ښاغلي شهزادګل آریوبی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر

  • ښاغلي پوهنیار عبدالرزاق وحیدی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ۱۳۹۴

  • ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ۱۳۸۳ تر ۱۳۹۳

  • ښاغلي محمد معصوم ستانکزی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ۱۳۸۱- ۱۳۸۲

  • ښاغلي انجنیر عبدالرحیم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ۱۳۸۱

  • ښاغلي مولوی یار محمد رحیمی، د مخابراتو وزیر ۱۳۷۸/۷/۱۸ تر ۱۳۸۰/۹/۸

  • ښاغلي احمدالله مطیع، د مخابراتو وزیر سرپرست ۱۳۷۶/۱۲/۱۴ تر ۱۳۷۸/۷/۱۸

  • ښاغلي ملا الله داد آخند، د مخابراتو وزیر سرپرست ۱۳۷۵/۷/۱۶ تر ۱۳۷۶/۱۲/۱۴

  • ښاغلی قاضی محمد امین وقاد، د مخابراتو وزیر ۱۳۷۲ تر ۱۳۷۵

  • ښاغلي محمد اکرم، د مخابراتو وزیر ۱۳۷۲

  • ښاغلي دیپلوم انجنیر سید محمد نسیم علوی، د مخابراتو وزیر ۱۳۶۹ – ۱۳۷۰

  • ښاغلي میر عظم الدین، د مخابراتو وزیر ۱۳۶۸

  • ښاغلي محمد اسلم وطن جار، د مخابراتو وزیر ۱۳۵۹ تر ۱۳۶۷

  • ښاغلي انجنیر سید محمد ګلاب زوی، د مخابراتو وزیر ۱۳۵۸

  • ښاغلي انجنیر عبدالکریم عطایی، د مخابراتو وزیر ۱۳۵۳ – ۱۳۵۴

  • ښاغلي انجنیر عبدالحمید محتاط، د مخابراتو وزیر ۱۳۵۳

  • ښاغلي انجنیر محمد عظم ګران، د مخابراتو وزیر ۱۳۴۷ تر ۱۳۵۰

  • ښاغلي انجنیر محمد حسین رسا، د مخابراتو وزیر ۱۳۴۵ – ۱۳۴۶

  • ښاغلي داکتر محمد حیدرخان، د مخابراتو وزیر ۱۳۴۲ تر ۱۳۴۵

  • ښاغلي محمد فریدخان، د مخابراتو وزیر ۱۳۴۰

  • ښاغلي انجنیر عبدالحکیم، د مخابراتو وزیر ۱۳۳۶ تر ۱۳۳۸

  • ښاغلي غلام محمد شیرزاد، د مخابراتو وزیر ۱۳۳۴ تر ۱۳۳۶