پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې د سلام مخابرتي شبکې یوه سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت شتل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړېدو له بهیر څخه چې د ټي ډی اف پروژې په مرسته په یاده ولسوالۍ کې جوړیږي څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټ چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو انټنونو له ډلې دی د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شبکې له لوري د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.
د دې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
