د ګرځنده ټيليفونو شركتونه

د افغان بيسيم مخابراتي شركت                                                                                                                                                              


افغان بيسيم
افغان بيسيم، د بيسيم له لارې د افغانستان نښلونې د لومړنۍ انګېزې سره، په هېواد كې د ګرځنده ټلېفون د خدماتو د برابرولو په برخه كې لومړنى شركت دى.          

د افغان بيسيم مخابراتي شركت په ۲۰۰۲ زېږديز كال كې د هغه عمومي رييس ښاغلي احسان الله بيات په نوښت د هېواد پالنې او د هغه احساس له امله چې غوښتل يې د افغانستان خلكو لپاره يو افغانى مخابراتي شركت رامنځ ته کړي، جوړ شو.

د اوږد مهالې جګړې او زور زياتي په پاى ته رسېدو سره افغانستان د بيا رغونې له ستونزمنې چارې سره لاس په ګريوان شو چې پدې لړ كې د هېواد د مخابراتي سكتور بيا رغونه په لومړي سر كې وه. افغان بيسيم چې د نړيوال ټلېفون سيسټم د شركت (TSI) لخوا رامنځ ته او د پام وړ پرمختګ ور په برخه شو، تر ټولو زيات دې ته لېواله وه چې د خپل هېواد په دې بيارغونه كې تر ټولو زياته فعاله ونډه واخلي. نن ورځ دا شركت د پرمختګ هغو پړاونو ته رسېدلى چې د خپل كار په پيل كې يې په پام كې درلودل تر څو هغوی ته خپل ځان ورسوي.

 افغان بيسيم د هغه امتياز له امله چې يواځنى شركت دى چې د هېواد ټول ولايتونه يې د خپل مخابراتي پوښښ لاندې راوستلي دي، په خپل ځان وياړي.

افغان بيسيم د يوه ژمن او مسؤله شركت په توګه د بيات بنياد د خيريه ټولنې له لارې چې د دې شركت لخوا تمويل كيږي، تل دا هڅه كړې چې خلكو ته بشرپاله ټولنېزې مرستې ورسوي.

دلا زیاتو معلوماتو لپاره http://www.afghan-wireless.com/index.php/pashto/afghan-wireless

 



د اتصالاتو مخابراتي شركت                                                                                              

د اتصالاتو مخابراتی کمپنۍ څلورم خصوصی کمپنۍ ده چې په هیواد کې په فعالیت پیل کړی . د ۲۰۰۶ کال د می په میاشت کې د عربی متحده اماراتو د اتصالاتو مخابراتی کمپني د جی اس ام شبکې د فعالیت قرارداد  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي له وزارت سره لاسلیک کړی.

دلا زیاتو معلوماتو لپاره www.etisalat.af

 


د ام تی ان  مخابراتي شركت                                                                                             


ایم ټی ان
ایم ټی ان یو نړیوال مخابراتی کمپنی ده چې خپل مخابراتی خدمتونه یی د ۱۹۹۰ – ۱۹۹۹ په ګنان او بینن کې، ۲۰۰۱ کال په سریا، ۲۰۰۲ کال په لیبریا، ۲۰۰۳ کال په قبرس، ۲۰۰۴ کال په جنینیا، ۲۰۰۵ کال د جولای په میاشت کې د سودان هیواد او ۲۰۰۶ کال په افغانستان کې پیل کړیده.

دلا زیاتو معلوماتو لپاره www.mtn.com.af



د روشن مخابراتي شركت                                                                                                                                                                                                                                                                                        

د روشن په افغانستان کی یو ستر مخابراتی کمپنی نوم دي.دغه کمپني څه د پاسه ۴۷۰ کارکونکی لری چې ۲۱ په سلو کې ښځې دی. او ۵۰۰۰ څخه ډیر غیر رسمی (پلورونکی، ویشونکی او قراردادیان) کارکونکی لری.

دلا زیاتو معلوماتو لپارهwww.roshan.af