د مخابراتو وزارت تدارکاتي برخي

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تدارکاتو ریاست، د ۱۳۹۸ مالي کال په تدارکاتي پلان کې ۸۱ پروژې لرلې، چې له هغې ډلې څخه د ۳۰ پروژو تړونونه شوي او د پاتې ۵۶ پروژو تدارکاتي چارې دغه ریاست ته د کافي معلوماتو نه لېږلو له امله ځنډول شوې دي.
د تدارکاتو ریاست د پروژو له ډلې ۶۵ هغه یې له پراختیايي او ۱۶ نورې پروژې له عادي بودیجې څخه تمویلیږي

پروژې 

روانې پروژې

 

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال د پراختیايي پروژو راپور.

 

د ادارې نوم: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست تر سره شوې چارې
د پروژې کوډ د پروژې نوم  ملاتړي بنسټونه سیمه د پیل نېټه د پای نېټه د پروژې حالت
340015 د افغانستان معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا (برېښنايي حکومتولي) د مخابراتي پراختیا صندوق(TDF) کابل 1389 1398 د پلې کولو په حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو او معلوماتو ملي مرکز کې کارکوونکې ځای پر ځای شوي دي.
د برېښنايي پېژندپاڼو دوه پرېنټرونه رغول شوي او په دې برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
340086 د انټرنیټ تبادلې مرکز له پاره د مایکرویف وسایلو چمتو کول او د ډېټا سنټر یا (Hot Standby) له پاره د بک اپ چمتو کول د مخابراتي پراختیا صندوق(TDF) کابل 1392 1398 د پلې کولو په حال کې د پروژې وړانیزه رغونه پیل شوې ده 
د پروژې وسایلو تړون چارې هم تر سره شوې دي.
د سیسټم د کنټرول او منجمنټ وسایلو تړون تر سره شوی ده.
340103 د انټرنیټ تبادلې مرکز جوړول (NIXA) افغان حکومت کابل  جدی1397 1398 د پلې کولو په حال کې د نیکسا وسایلو او اجناسو اسناد چمتو او له تدارکاتي چارو وروسته به لاسلیک شي.
د انټرنیټ تبادلې مرکز له نوري فایبر سره له نښلولو وروسته فعاله شو.
د انټرنیټ تبادلې مرکز د پېژندنې په اړه ویډیو کلیپ چمتو شوی.
340118 د برېښنايي تصدیقونو بنسټیز کول ARCA افغان حکومت کابل 1398 1398 د تدارکاتي اعلان په حالت کې د پروژې تخنیکې ځانګړنې مشخصې او اعلان ته سپارل شوې.
340105  Cloud ته د افغانستان د ملي معلوماتو مرکز تبدیلول افغان حکومت کابل 1395 1400 د اعلان په حال کي د پروژې اړتیا وړ وسایل د ملي تدارکاتو له لارې پېرلو ته سپارل شوي.
340107 د مخابراتو رښتینې معلوماتو سیسټم افغان حکومت کابل 1397 1399 د وسایلو چمتو کولو په حال کې د برېښنايي پېژندپاڼې او رییل ټایم ۱۳ قلمه اړتیا وړ وسایلو تړون لاسلیک شوی.
د یوه جنراتور او سټبلایزر د پېرلو تړون لاسلیک شوی.
د مخابراتي مالیاتو لس سلنه محصول ټولونې له پروسې څخه څارنه شوې ده.
 
 
 
340108 ډیجیټل کاسا نړیوال بانک کابل 1396 1399 د پلې کولو په حال کې د بدخشان ولایت له واخان دهلېز څخه د چین تر پولې پورې د نوري فایبر کېبل د تمدید په موخه سروې تر سره شوې ده.
340110 اسان خدمت پروژه افغان حکومت کابل، شش درک 1394 دوامدار د پلې کولو په حال کې د کوچنیو او متوسطو مالیه ورکوونکو د څلورم او پنځم صالون وسایل بشپړ شوي دي.
د اسان خدمت مرکز د پېرودونکو د خدمتونو ټلیفوني څانګه بشپړه شوې ده.
د پاسپورټ انلاین نوم لیکنې سیسټم افتتاح او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د اسان خدمت مرکز او اداري تعمیر له پاره ځمکه مشخصه او د رغونې تړون یې تکمیل شوی دی.
د ټرانسپورت وزارت او سردار محمد داود خان روغتون، د عامه خدمتونو ساده کولو چارې بشپړې او د کابل ترافیکو سیسټم د پرمختګ چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
د موټر چلولو او جواز سیر سیسټم برېښنايي کېدو بشپړ شوی دی.
له هوايي ډګرونو، انټرپول، سرحدي پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره د پاسپورټ او برېښنايي پېژندپاڼې د سیسټم نښلولو چارې روانې دي.
340112 د پستي خدمتونو پراختیا او برېښنايي کول افغان حکومت کابل 1398 1398 د پلې کولو په حال کې د افغان پست مرکزي دفتر، چې پر ځانګړو کاونټرونو، نیټ ورک سیسټم، پست بکسونو او پارسل لاکرونو سمبال دی افتتاح او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د ښار په ۱۵ پست خونو کې پستي کاونټرونه، سویچونه او د نوري فایبر کېبل له لارې نېټورک شبکه تړل شوې ده.
د تازه وسایلو تدارکاتي اسناد تدارکاتو ریاست ته سپارل شوي دي.
340115 د مبایل له لارې د معاشاتو ورکړې سیسټم  افغان حکومت مرکز او ولایتونه 1397 1398 د پلې کولو په حال کې د موبایل له لارې د معاشاتو ورکړې نوم لیکنه د پوهنې وزارت ۲۸۱ کارکوونکو ته په ازمایښتي ډول په بریا تر سره شوه.
د هرات، بلخ، پکتیا، لغمان، بدخشان، تخار او خوست ولایتونو د پوهنې ریاست ۷۳ زره کارکوونکو ته د مبایل له لارې معاش ورکولو له پاره د نوم لیکنې تخنیکې وسایل چمتو او په کار اچول شوي.
په ۲۶ ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو نوم لیکنه دوام لري.
د ننګرهار او پروان ولایتونو د پوهنې وزارت د کارکوونکو د معاشاتو لیست له چاڼ وروسته چمتو شوی.
د پوهنې وزارت ۱۲۰ زره مامورینو ته د موبایل له لارې د معاشاتو ورکړې تړون چمتو شوی.
د موبایل له لارې د معاشاتو ورکړې لومړني ډېټابیس او څارونکی سیسټم په کار اچول شوی دی.
340117 د دولتي سرچینو د مدیریت او پلان جوړونې سیسټم  افغان حکومت مرکز 1398 1401 د پلې کولو په حال کې ۱:- د مخابراتو وزارت په تخنیکي برخو کې د مدیریت سیسټم، پلان جوړونې او دولتي سرچینو په برخو کې ښوونیزه روزنه روانه ده.
۲:- د سترې محکمې او بېمې ملي شرکت د ارشیف او تدارکاتو برخې ساده شوې دي.
۳:- د طبي شورا د بشري سرچینو برخه ساده شوې ده.
۴:- د اړوندو برخو نښلولو یا انتیګرېشن چاره تر سره شوې ده.
340119 د ترافیکو سیسټم رامېنځته کول  افغان حکومت   1397   ځنډول شوې پروژه جای نصب تجهیزات مشخص نگردیده کار بالای مشخص شدن نصب تجهیزات ادامه دارد 
340116 د وزارت د پروژو او ریفورم واحدونو پلې کول افغان حکومت کابل 1397 1398 د پلې کولو په حال کې د مالیې وزارت له موافقې وروسته د څرګند میکانیزم له مخې د متخصیصینو ګومارنه تر سره شوه.