له میدان وردکو ولایت څخه تر هرات ولایت پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۵۹
پروژه فایبر نوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت په اساس د هیواد د نوري فایبر حلقوي رینگ د بشپړولو په موخه د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار څخه تر هرات ولایت پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم قاری نورآغا مصعب او د آسیا مشورتی ګروپ شرکت مسئولینو او دیاد ولایت دیو شمیر ادارو رئیسانو او د یو شمیر قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه.

د دې سترې ملي پروژې په پیل سره به ۱۰۰۰ تنو ځوانانو او هېوادوالو ته په مستقیم و غیر مستقیم توګه د کار زمینه برابره  شي او په بشپړیدو سره به یې د میدان وردګو ولایت یوشمیر ولسوالۍ، د بامیان، غور او هرات ولایتونو اوسیدونکي له لوړ سرعت او ښه کیفیت انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.

یاده مهمه پروژه به د (۲۷۰) کیلومترو په اوږدوالي د ۲۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ټاکل شوی وخت سره بشپړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د میدان وردګو ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه اویاد ولایت د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوجۍ رياست د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته