د هلمند ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۱۹
مخابرات ولایت هلمند

د هلمند ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لورې د کمپيوټر او عصري علومو په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۴۰ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت خبرې وکړې.

د هلمند ولایت د مخابراتو ریاست د شپاړسمې دورې ښوونیز پروګرام څخه ټول ۴۰ تنه ځوانان، چې ۷ تنه يې د دولتي ادارو کار کوونکي او ۳۳ تنه يې د ښوونځیو زده کونکي او د پوهنتنون محصلین وو، د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د يادونې وړ ده، چې د هلمند ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست تر دې دمه ۱۶ دورې زده کوونکي فارغ کړي، ‏چې په هره دوره کې ځوانانو ته د کمپیوټر په ګډون د انټرنیټ او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند زده کړې ورکړل شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته