د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲جي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۴
مخابرات ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بیسیم  مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د پکتیکا ولایت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم  مخابراتي شرکت ۲جي اینټرنټي خدمتونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د ۲جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

 د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

د یادونی وړده چی د افغان بیسیم مخابراتي شرکت دیاد سایټ ظرفیت به په نیږدې راتلونکي کې ۳جي  ته لوړشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته