د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ د ډیجیټلي بدولون ګړندي کول او هیوادوالو ته د اغیزمن خدمتونو وړاندې کولو شعار سره ولمانځل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۸:۲۲
ارگ ریاست جمهوری

دا مراسم چې په ارګ کې د ولسمشرۍ چارچنار په ماڼۍ کې جوړ شوی وو جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزیرې معصومې خاوري، سکتوري ادارو استازو، د کابینې غړو، د ملي شورا د مجلسینو غړو، د ټکنالوجۍ د ډګر کارپوهانو او استادانو ګدون کړی وو.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې مبارکۍ پر مهال د حکومتدارۍ په ګډون په بیلابیلو برخو کې د ټکنالوجۍ رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې له ډیجیټل کیدو پرته به لازم شفافیت ترلاسه نه شي.

محمد اشرف غنی

ولسمشر د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د کادري متخصصینو د استخدام په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې د دوی استخدام په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.
په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د هیواد ولسمشر د دایمي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویله، هغې څرګنده کړه چې د دې ورځې د لمانځلو اصلي موخه د اړیکو اهمیت څرګندول او ټولې نړۍ ته د معلوماتو د لیږدولو څرنګوالی دی.
آغلې خاوري ډیجیټلي افغانستان ته رسیدل د مخابراتو وزارت له مهمو موخو څخه و ګاڼه او دې موخې ته په رسیدو یې ټینګار وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې زیاته کړه چې دا وزارت د ډیجیټلي سواد زیاتوالي او ترویج لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګتې اخیستنې لپآره بیلابیل پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

معصومه خاوری

هغې په مارکیټ کې د متخصصو بشري قواوو کمښت ته په کتو سره د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د ځوان تخنیکي قوت او کارپوهانو د منلو او جذب لپاره د اړینو کړنلارو د جوړولو غوښتنه وکړه. 
آغلې خاوري د مخابراتو وزارت د تکنالوجۍ په برخه کې یو له مهمو او متخصصو ادارو څخه وباله چې  د دندو مهمه برخه یې د ټکنالوجۍ کارولو له لارې د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو لپاره بنسټ رامینځته کول دي.
نوموړې روښانه کړه چې د ټکنالوجۍ وده او پراختیا د رونتیا رامنځته کیدو، د لوی مالي او اداري فساد  څخه مخنیوی او همدا راز د وسلوالو جرمونو، غلاوو او وسلوالو ګروپونو د فعالیتونو د کمښت لامل کیږي.
د مخابراتو وزیرې د تیرو کلونو د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او وې ویل چې  معلوماتي ټکنالوجي په تدریجي ډول د اړیکو بڼه بدله کړې او په ورته مهال کې یې د غوره ژوند لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي.
په پای کې، میرمن خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په برخه کې د ولسمشر د لازیات ملاتړ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دې پروګرام کې، د ولسمشر لومړي مرستیال، د مخابراتو وزارت د ساینس او نوښت رییس توفیق پوپل او د ټکنالوجۍ د برخې فارغانو په استازیتوب زهرا اعظمي هم خبرې وکړې او خپل نظریات یې څرګند کړل.
د یادولو ده چې د می 17 د " د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ " هرکال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ITU غړو هیوادونو لخوا لمانځل کیږي، او سږکال په "ننګوونکو وختونو کې د ډیجیټل بدلون ګړندي کولو" شعار سره ولمانځل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۳۵
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په چاریکارو ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو...

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په خوست ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو د خرڅلاو...

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۵
Background image

د پنجشیر ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پکې کمزوري یا ستونزې لري، پیژندل کیږي او...

بېرته خبرونه ته