"انجونې په آی سي ټي کې" نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې ولمانځل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۵۴
روز جهانی دختران ICT

په دې برنامه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري، د بشري سرچینو رییس سید مسعود صمیم، د معلوماتو سیسټمونو د امنیت رییس محمد حسیني، د پلان او پالیسۍ رییس میرویس نیکمل او د وزارت یو شمیر ښځینه کارمندانو برخه اخیستې وه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې وویل چې په ICT کې د انجونو نړیوالې ورځې د لمانځلو موخه، د ښځو او انجونو پیاوړتیا او د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ په ډګر کې د نویو وسیلو سره د دوی د پوهاوي او په بیلابیلو فعالیتونو او چارو کې د ښځو پراخې برخې اخیستنې لپاره د نړیوالي اتحادیې ( ITU) ،غړو هیوادونو او دولتي او خصوصي سکتورونو د ژمنو یادونه ده.

اغلې خاوري د دې ورځې شعار "متصلې انجونې، روښانه راتلونکې رامینځته کوي" ته په اشارې سره وویل چې د ټولو انجونو لخوا له ډیجیټل مهارتونو څخه ګټه اخیستنه د روښانه راتلونکي لپاره ترټولو مؤثره لاره ده.

آغلې معصومې خاوري د خپلو خبرو په دوام د معلوماتي ټکنالوجۍ په ډګر کې د ښځو د پراخ حضور، اهمیت ته په اشارې سره په چاپیریال او شا و خوا نړۍ کې د بدلونونو په راوستلو کې د ښځو د لا ډیرې اغیزې غوښتنه وکړه.

همدا راز د بشري سرچینو، د معلوماتو سیسټمونو د امنیت او کاسا ډیجیټل رییسانو، د بیلابیلو په ځانګړي توګه سایبري امنیت برخو کې د ښځو ځواکمنولو لپاره د ورته برنامو جوړولو په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې، ۳۴ ښځینه کارمندانو او دوه تنه ښوونکو ته چې په سایبري فضا کې د میرمنو ځواکمنولو لپاره دوه ورځني پروګرام کې برخه اخیستې وه تصدیق لیکونه وویشل شول.

روز جهانی دختران ICT

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته