د دایکنډي ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې دسلام مخابراتي شبکی د دریو نويو مخابراتي سایټونو جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۴:۴۵
ولایت دایکندی

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د دایکنډي ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د خدیر ولسوالې په کیان کلی کې، د سنګ تخت ولسوالۍ په ناو تلخک کلی کې او اشترلی ولسوالۍ (فهرستان، عبدی، سفید سنګ او نیقل ) کلیو ته څیرمه د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې د مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه

د یاد مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته