د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د طرزالعمل له مخې تېرو ۳ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شؤي

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۲:۶
سیمکارت های مخابراتی

غیر قانوني سیمکارټونه چې افغانستان کې یو وخت یوه پېچلې معما او د ولس لپاره یو ستر سرخوږی و او د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت سره د ؤلسونو ستره غوښتنه هم افغانستان کې د غیر قانوني سیمکارټونو مخنیوی و چې د سړکونو پر سر په ډېر بېباکه ډول پلورل کېدل او هر چا کؤلای شؤل په ډېرو کمو افغانیو یې ترلاسه کړي او استفاده یې کړي هغه که سمه استفاده ؤه او که ناسمه .

‏خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وتوانېد افغانستان کې غیر قانوني سیمکارټونه په عاجل او د یوه پرمختللي سیسټم په مټ چې یاد سیسټم هم د مخابراتو وزارت د مسلکي انجنیر صاحبانو له خوا جوړ شوی، مدیریت کړي او د خلکو خصوصي حریم هم خوندي کړي.

‏افغانستان کې ټولټال ۲۵ میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري چې له ډلې یې له نیمايي ډېر او کابو ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه سیمکارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شؤي او دا لړۍ لا هم په بریالي ډول مخ پروړاندې روانه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته