موږ د سټلايت له لارې د ۴۰۰ ښوونځيو اتصال ته چمتو یوو

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۶:۴۶
ما آماده وصل ۴۰۰ باب مکتب از طریق ستلایت هستیم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د یو شمېر تخنيکي مسؤولينو په ملتيا نن د سټلايت د خدماتو وړاندې کولو د تخنيکي برخو څخه د لیدنې تر څنګ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د سټلايت د خدماتو وړاندې کولو د ظرفيت ارزونه وکړه.

ښاغلي آريوبي وویل چې په دې برخه کې د یو بل Ground Station د جوړولو چارې روانې دي چې په جوړېدو سره به شته ظرفيت يې پورته او تر ډېره به د پوهنې په برخه کې ترې ګټه واخيستل شي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه سکټور د رهبري کوونکي په توګه ژمن دی چې په هېواد کې او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ترويج کړي او په پوره توګه د سټلايت له لارې د هېواد د ۴۰۰ ښوونځيو د اتصال لپاره امادګي لري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته