پکتیکا ولایت کې اترا ادارې په مالي لګښت د لسمې پروژې ۲۷ مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې سر ته رسېدلي چې له ډلې یې ۸ ګتې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې مخابراتي سایټونه به هم لنډو ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۸
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د لسمې پروژې ۲۷ سایټونه چې د پکتیکا ولایت محرومو سیمو ته پلان شوي وو له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، یاد مخابراتي سایټونه د پکتیکا ولایت هغو سیمو کې رغول شوي چې تر دې دمه یې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې نه درلودلې

د یادو ۲۷ مخابراتي سایټونو له ډلې اته مخابراتي سایټونه اوس مهال پۀ زېړوک، نکه، ارګون، اومنه، يحيي خېل او شخيل آباد ولسواليو کې فعال شوي دي او د پاتې ۱۹ مخابراتي سایټونو فعالیت به هم لنډو ورځو کې پیل شي چې ورسره به د پکتیکا ولایت ډیری هغه سیمې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي.

د يادؤنې وړ ده چې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې ۲۷ سايټونه د پکتيکا ولايت پۀ ټولو ۲۴ ولسواليو کې د پلان له مخې د فعالېدو په حال کې دي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته