پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر، د آغلي معصومه خاوري سره وکتل او د ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام بهاالدین جیلاني، د مرغومي میاشتې په ۲۰ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره وکتل او د طبعیي پیښو څخه د خبرتیا او قربانیانو ته پروخت د رسیدګي لپاره د "کال سنټر" جوړولو په اړه خبرې وکړې.
پدې غونډې کې، پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر یادونه وکړه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د لارښوونو پر اساس او د طبیعي پیښو سره مبارزې لپاره اړین دي چې د دې دفتر لپاره کال سنټر رامنځته شي. او د احتمالي طبیعي پیښو په اړه په وخت معلومات ورکولو او د پیښو قربانیانو ته د رسیدګۍ لپاره تدابیر ونیول شي. ښاغلي جیلاني د دغې پروسې د تخنیکي چارو په بشپړولو کې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د همکاری غوښتنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د اقلیم د بدلون او د افغانستان د زیان مننې په پام کې نیولو سره و ویل چې د طبیعي پیښو قربانیانو ته پر وخت رسیدګۍ د اړوندو ادارو ګډ کار ته اړتیا لري.
نوموړې یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه وزارت د دندو او امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو ستونزو ته د حل په موخه هر ډول تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی.
همدا راز آغلې خاوري د کال سنټر جوړولو لپاره د یوې ګډې تخنیکي کمیټې د جوړولو وړاندیز وکړ.