د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه.

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵
ولایت زابل

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د سلام مخابراتي شرکت د نوي سایټ له فعالیت څخه چې د یاد ولایت خاک افغان ولسوالۍ د خرنی سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړ او ګټې اخیستې ته سپارل شوی دی څارنه وکړه.

د دغه مخابراتي سایټ په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسیدونکو ته با کیفیته، معیاري مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو...

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته