نیمروز ولایت مرکز زرنج ښارکې د غیر قانوني سیمکارتونوله خرڅلاو او کارونې څخه مخنیوی وشو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۴
سیم کارت ها

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، په مخابراتي برخه کې د غیر مجاز سیمکارتونو د پلور او کارونې د مخنیوي په موخه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د نوموړي ولایت مرکز زرنج ښار په بیلابیلو برخو کې له یو شمیر هټۍ والو څخه غیر مجاز داخلي او خارجي سیمکارتونه راټول شول او هغه کسانو چې په غیر قانوني ډول یې یاد ولایت کې سیمکارټونه پلورل د قانون منګولو ته وسپارل شول، د نیمروز ولایت هټۍ والو ته سپارښتنه وشوه چې د غیر قانوني سیمکارټونو له پېر او پلور ډډه وکړي چون یاده پروسه په پوره جدیت سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري تعقیبیږي او له متخلفینو سره قانوني چلند کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دا ډول کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته