نورستان کې د افغان بیسیم مخابراتي سایټ تخنیکي تجهیزات نصب او په ازمایښتي ډول فعال شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۵۶
ولایت نورستان افغانستان

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې د ګډو هڅو په پایله کې، د برګمټال ولسوالۍ د پشاورک په سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت اړوند سایټ ته تخنیکي تجهیزات نصب او په ازمایښتي ډول فعال شو.

تمه ده چې د یاد سایټ رسمي پرانیسته به په نږدې ورځو کې ترسره شي او له هغې وروسته به د سیمې اوسېدونکو ته مخابراتي خدمتونه په بشپړ ډول وړاندې کړي.

د دې سایټ په فعالېدو سره به د پشاورک، آپسي، آټټي، دیوانا بابا او سمنک سیمو اوسېدونکي، همدارنګه پر عمومي لویه لاره تګ راتګ کوونکي، د افغان بیسیم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره به  د فیروزخیلو سربېره نږدې شا او خوا ساحو اوسېدونکي د چټک او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

بېرته خبرونه ته