لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۳:۳۶
ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس له محترم محمد آصف شریفی د روشن مخابراتي شرکت د ساحوي دفترونو عمومي رئیس او محترم رحیم الله همگام د یاد شرکت د مرکزي زون مسئول سره ولیدل. په دې غونډه کې محترم ډاکټر رفیع الله صمیم د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداری اترا نماینده هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د یوې سلسلې موضوعاتو په اړه بحث وشو، چې له دې جملې څخه د روشن مخابراتي شرکت اړوند انټرنېتي خدماتو د ظرفیت لوړول له 2G نه 3G او 4G ته د خدماتو پراختیا چې د دې ولایت په ټولو هغو ساحو کې چې د روشن مخابراتي شرکت ترخدماتو لاندې دي، د مخابراتي کیفیت ښه کول، د مخابراتي خدماتو پوښښ ساحه د دې ولایت محرومو سیمو ته پراخول او په عامه خیریه چارو کې همکارۍ شاملې وې.

دیادولو وړ ده چې د روشن مخابراتي شرکت مسئولینو ژمنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې د خپلو پلانونو په پام کې نیولو سره، درې نوې مخابراتي سایټونه به د لوګر ولایت په مرکز پُل علم ښار کې جوړ کړي او د مخابراتي خدماتو پراختیا د محرومو ولسوالیو لپاره هم په نظر کې نیول شوې، تر څو د ولسوالیو او د یاد ولایت د مرکزي سیمو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې ورسره حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته