لوګر ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست ښوونيز مرکز پرانيستل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۱۰
ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم مقام د لارښوونې له مخې په لوګر ولایت کې د کمپیوټر زده کړې مرکز په رسمي ډول پرانیستل شو.

په هغو مراسمو کې چې د دغه ښوونیز مرکز د پرانستلو په مناسبت جوړ شوي وو، د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي مطیع الله عابد په تیرو دریو کلونو کې د دغه ریاست د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

نوموړي يادونه وکړه، چې د دغه ښوونيز مرکز په تجهيز او عصري کولو څه باندې دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، ۳۰ لپ ټاپ کمپیوټرونه د نویو تجهیزاتو سره پیرودل شوي او د روزنې مرکز هم ترمیم شوی دی.

مرکز آموزشی ولایت لوگر

دغه راز د لوګر ولایت د مقام مرستیال محترم الحاج مولوي محمدنور دین پرور په خپلو خبرو کې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست له هلو ځلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: اسلامي امارت هڅه کوي چې له شته ننګونو سره سره د محدودو امکاناتو په کارولو سره خپلو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې لوی رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د دغو روزنیزو مرکزونو پر اړتیا او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم وزیر صاحب پیغام یې حاضرینو ته ولوست.

د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته