د پنجشیر ولایت ۸۰ سلنه اوسیدونکي اینټرنیټ او مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی لري

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۱۲
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د استراتژیک پلان د تطبیق پر اساس ټول او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو هېواد ته د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراخولو په موخه پنجشیر ولایت کط د لسګونو نویو مخابراتي سایټونو په جوړولو سره د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک اینټرنیټ او مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی لري.

دپنجشير ولايت د مخابراتو رياست دڅرګندونو له مخې ددغو نويو مخابراتي سايټونو فعالیدل د پنجشير ولايت د زده کړې، سوداګرۍ او مخابراتو په برخه کې مثبت اغيز کړى دى او ددغه ولايت خلک کولاى شي انټرنټ او مخابراتی خدمتونو په برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړي.

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم عبدالحمید نوري څرګنده کړه: چې موږ هڅه کوو د روان کال تر پایه نورو سیمو ته هم د مخابراتو او اینټرنیټ پوښښ پراخ کړو تر څو ټول اوسېدونکي له دغو خدمتونو برخمن شي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد ولايت اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د پوښښ پراخولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاينه کوي او مننه څرګندوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته