د پروان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکی د پنځو نويو مخابراتي سایټونو جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۱۶
مخابرات ولایت پروان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنېټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پروان ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري په سالنګ، سرخ پارسا، شینوارو، سیاه ګرد او شیخ علی ولسوالیو کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د پنځو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته