د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي شرکتونو له رییسانو سره په یو شمېر مهمو موضوعاتو ناسته وکړه
د مخابراتو او او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د اتصالات، روشن، اټوما او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو له رییسانو او استازو سره د مخابراتي سکټور پر ودې، د سیمکارټونو په ثبت او راجسټر او د سکټور د ستونزو د حل په تړاو ناسته او خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پروسې د مدیریت او د مخابراتي شبکو له لوري د هدایاتو پر تطبیق خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې اوس مهال د غیر قانوني سیمکارټونو ویش او پلور صفر کچې ته راټیټ شوی او ډېر کم شمېر سیمکارټونه دي چې د طرزالعمل مطابق به یې لنډ وخت کې پروسه نهايي کچې ته ورسېږي.
همدا راز ښاغلي وزیر صاحب د سکټور د پرمختګ او پراختیا لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د تل په څېر د مخابراتي سکټور د ستونزو د حل په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
ورته مهال د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په ټولو برخو کې یې ورسره همکاري او لاسنیوی کړی او د دې سکټور په ودې او پرمختګ کې یې د وزارت رول روښانه او اړین وباله.
مخابراتي شرکتونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې افغانانو لپاره به د وزارت د رهبرۍ د هدایاتو مطابق غوره چوپړ وړاندې کوي او هڅه به کوي څو د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو رسولو پروسې ته دوام ورکړي.
