د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول

ashiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۴:۱۱
موانع سمنتی اطراف وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی برداشته شد

نن یکشنبه د لړم میاشتې ۲۶ نېټه، د مخابراتو او معلوماي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په لارښوونه، د دغه وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول.
ښاغلي هاشمي د دغې لړۍ په پیل کې، د وزارت له شاوخوا د سیمټي دیوالونو لرې کول، د ښار پاکوالې او ښکلا په موخه ستر ګام وباله.
د مخابراتو سرپرست وزیر وویل: «د مخابراتو وزارت له شاوخوا څخه د سیمټي دیوالونو راټولول او لرې کول دا پیغام رسوي، چې هیڅ ګواښ نشي کولای د کابل ښار د ښکلا مخه ډب کړي
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «د مخابراتو وزارت د کارکوونکو خوندیتابه هم مهمه ده او د دې ارزښت ساتلو له پاره د وزارت ښکلې ډبرین دیوالونه شته

mcit

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر، د دغه وزارت له شاوخوا څخه د سیمټي دېوالونو لرې کولو یوازینی لامل ښاري ښکلا او پکې د ګڼې ګوڼې راکمولو هڅه وبلله.
ښاغلي هاشمي همدا راز وویل: « هیله مند یو د نورو وزارتونو او ادارو مسوولین هم دا درک کړي، چې د کابل ښکلا د خلکو له روحیې او ښار له ښکلا سره مستقیمه اړیکه لري
د یادولو وړ ده، چې د مخابراتو وزارت شاوخوا ډبرین دیوال جوړولو چارې، له لس میلیونه افغانۍ په کم لګښت په شاوخوا شپږو میاشتو کې بشپړ شو.


 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته