د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ټکنالوجۍ وزارت د نورم او ستندرد ملي ادارې ۱۲۰ تنو کارکوونکو ته د سایبري امنیت د خوندیتوب په برخه کې څلور ورځینی ورکشاپ ورکړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۴۵
امنیت سایبری افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې له هغې څخه د سالمې ګټې اخیستنې او همدا راز د سایبري فضا د خوندیتوب مسؤلیت لري نو په همدې موخه یې د هېواد بېلابېلو ادارو او وزارت خونو ته روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي چې له مخې یې د ګڼو وزارت خونو او ادارو کارکوونکو ته د سایبري جرمونو، خبرداریو او ډیجیټل نړۍ کې د ځان خوندي ساتلو معلومات ورکول کېږي.

ټولو ته جوته ده چې ټکنالوجي د خپل چټک پرمختګ تر څنګ ګټې او زیانونه هم لري، که له یوه لوري د ټکنالوجۍ پر مټ نړۍ سره نیږدې شوې، فاصلې ختمې شوي، فکر، نظر، رسمي برېښنا لیکونه، اړیکې د یوه کلېک په اندازې فاصلې ته محدودې شوي خو له بل لوري دغې فضا کې د معلوماتو خوندي ساتل، روغتیايي برخو کې ستونزو ایجادول او د چاپیریال اغېزمنېدل هم اندېښنې منځ ته راوړلای شي چې د پوهاوي لپاره یې داسې یوې برخې ته اړتیا لیدل کېږي چې د دغې برخې ماهرين وي.

دا چی د هري ټکنالوجۍ پر وړاندي ګڼ ګواښونه او خطرونه شتون لري نو د دې خطراتو د لمنځه وړلو او یا یې د کچې ټیټولو لپاره باید داسې موثر ګامونه پورته شي چې پر مټ یې وکولای شو شته خطرونه او زیانونه مدیریت کړو او یا یې له منځه یوسو او د ټکنالوجۍ خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشې.

سایبري امنیت، نړۍ کې د ټکنالوجۍ د امنیت په برخه کې مهم رول لري نو اړینه ده چې د دغي څانګې د اسانتیاو، ګواښونو او خطراتو په هکله د هیواد په کچه مختلفو ادارو ته د سایبري امنیت د عامه پوهاوي تر عنوان لاندي مختلفي برنامي، ورکشاپونه او سیمنارونه په لاره واچول شي، دا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست موخې په هیواد کې د سایبري جرایمو تحقیق او پر وړاندې مبارزه ، مخنیوی ، دخطراتو کموالي تر څنګ د عامه خلکو او امارتي ادارو کارمندانو ته عامه پوهاوي ورکول دي د همدې موخې د تحقق لپاره د سایبري امنیت ریاست د نورم او ستندرد ملي ادراې کارکوونکو ته څلور ورځنی ورکشاپ د Cyber Security Awareness د برنامې او د How to Protect Our Digital Life تر عنوان لاندې په لاره اچول شوی و، په یاد ورکشاپ کې د نورم او ستندرد ملی ادرای کارمندانو ته د سایبري خطراتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته