د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همغږۍ کنفرانس

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همغږۍ کنفرانس د هیواد مرکز او ولایتونو د مخابراتي خدمتونو په چارو او اجرااتو کې د همغږۍ او سمون راوستلو او ښه والي او د مرکزي او ولایتي لوړپوړو چارواکو او د وزارت د مشرتابه ترمنځ د لیدلورو، وړاندیزونو او راپور ورکولو د شریکوولو په موخه جوړ شوی دی.

په دغه کنفرانس کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه د مخابراتو رئیسان او د افغان ټیلي کام لوړپوړي کارکوونکي رابلل شوي دي، تر څو د وزارت د مشرتابه او د پروګرامونو او پروژو د تخنیکي مسئولینو سره له نژدې وګوري او د یو کلنو لاسته راوړنو او ستونزو باندې خبرې وکړي، همدا راز د اړیکو، راپور ورکولو او اجرااتو د لاښه والي لپاره خپل ځانګړي وړاندیزونه سره شریکې کړي.

همداراز د هغوي څخه غوښتنه شویده تر څو په ولایتونو کې د کاري شرایطو ته په کتنې سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ستراتیژیک پلان چې د کار لاندې دی د پیاوړي کولو لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه سره شریکې کړي.

د مخابراتو وزارت د مقام په باور دغه کنفرانس ځانګړی اهمیت لري، " ځکه چې د دغه کنفرانس د جوړیدو سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو ترمنځ همغږۍ او هیوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ښه والی مومي".

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري مرستیال په وینا، یاد کنفرانس " د ولایتونو او مرکز په کچه د راپور ورکولو او کاري انسجام بهیر پیاوړی کوي".

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته