د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته د یاد وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه، تخنیکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای او د ګڼو برخو د رئیس صاحبانو په کې حضور درلود ترسره شوه.
دغې ناسته کې د اجنډا مطابق د مخابراتو وزارت د ولایتي ریاستونو د ستونزو پر حل، پوسټي خدمتونو، د ولايتي ریاستونو ښوونیزو مرکزونو پر تجهیز، امارتي وزارتونو او اداراتو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د نویو جوړو شویو وبسایټونو پر تطبیق او یو شمېر فرعي موضوعاتو معلومات وړاندې شول او په تړاو یې یو شمېر هدایات ورکړل شول.
د رهبري پلاوي مجلس کې د اپرا ریاست او د تخنیکي کمېټې له لوري د هغو شرکتونو په تړاو چې د پوسټي خدمتونو د جواز شرایط یې پوره کړي معلومات وړاندې شول چې د مقام له لوري یې د جوازد صدور د فیصلې تر څنګ اړوندې برخې ته لازم هدایات وشول، ښاغلي وزیر صاحب د پوسټي شرکتونو د چارو د لا همغږۍ په تړاو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د پوسټي مارکېټ د ښه تنظیم په موخه دې یادو شرکتونو ته یو ځانکړی تشخیصیه نمبر جوړ شي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د نویو جوړ شویو وبسایټونو د تطبیق په موخه یاد ریاست ته دنده وسپارله څو د تفاهمنامو په جوړولو سره یاده چاره پر مخ یوسي او اوسني وبسایټونه چې د نوې ټکنالوجۍ په اساس ډیزاین شوي ترې ګټه پورته شي.
ورته مهال د رهبري پلاوي ناسته کې د هېواد ۱۸ ولایتونو ښوونیزو مرکزونو د کمپیوټرونو د ستونزې د حل په موخه هم د ۳۴۰ پایو کمپیوټرونو د لېږد فیصله وشوه چې اوس مهال د یادو ښوونیزو مرکزونو د تجهیز په موخه په وزارت کې د اپګرېډ یا د ارتقاء په حالت کې دي، چې ورسره به د یادو ۱۸ ولایتونو ښوونیز مراکز تجهیز او زده کوونکو ته به د ټکنالوجۍ د زده کړو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.