د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اړتیا وړ بریښنایی وسایلو د تدارک او چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت د اړتیا وړ بریښنایی وسایلو تدارک او چمتو کولو پروژه په یو ملیون څلور څلویښت زره څلور سوه پنځه څلویښت عشاریه یو (۱۰۴۱۴۴۵.۱) افغانیو په ارزښت د خالد عمر زاده سوداګریز شرکت ته چې د کابل د مرکز، د کلوله پشته کې موقعیت لري، ته ورکړئ.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

پوهنیار احمد مسعود لطیف رای

د تخنیکی او پالیسي معین

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۷ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتياوو لپاره د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطپانې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۱ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۱ کابل
Background image

د وسایطو د اړتیا وړ ۱۰۴ قلمه پرزو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب...

Back to tenders