د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتياوو لپاره د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتياوو لپاره د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطپانې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطپانې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې www.mcit.gov.af  او یا د تدارکاتو ملي ادارې له برېښنايي پته https://tenders.ageops.af  څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:
د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو شرط‌پانې

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲ کابل
Background image

موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او...

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۲:۴۵ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان د نفتو او ګازو محترم دولتي شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانې کوتل سرک کې موقعیت...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱ کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک پروژې په اړه

محترم ارشد اميد لمېټډ سوداګریز شرکت ته، د یو میلیون دوه سوه درې دېرش زره او اووه سوه پنځوس...

Back to tenders