د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو  د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۱۴۰۵/۱/۳۰ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې www.mcit.gov.af  او یا د تدارکاتو ملي ادارې له برېښنايي پته https://tenders.ageops.af  څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۱/۳۰ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:
د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) شرطنامه

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders