د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې او مخابراتي شرکتونو تر منځ د ۱۴ مخابراتي سایټونو قرارداد لاسلیک شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۷:۳۴
شرکت های مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې، اتصالات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو تر منځ د ۱۴ مخابراتي سایټونو قرارداد د اټر ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخېل او ذکر شویو مخابراتي شرکتونو د استازو تر منځ لاسلیک شو.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني خوښي څرګنده کړه چې وخت په وخت د هېواد د پرمختګ او د ولسونو د هوساینې په موخه په ګډه موثر ګامونه اخیستل کېږي او په وینا یې د یاد قرارداد لاسلیک کول د سکټور او ولسونو لپاره ښه زېری دی چې له مخې به یې د هېواد ګڼ شمېر محرومې سیمې له مخابراتي پوښښ برخمنې او هېوادوالو ته  به مخابراتي آسانتیاوې برابرې شي.

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا حکومتونه مکلف دي چې خپل رعیت ته د خدماتو د عرضه کولو په موخه آسانتیاوې منځ ته راوړي او هېواد کې د مخابراتي چوپړ پراختیا د سکټور او مخابراتي شرکتونو ګډ مسؤلیت دی چې نظام به د دوی لپاره سهولتونه ایجادوي او مخابراتي شرکتونه به یې په اساس خلکو ته غوره خدمات د هېواد هرې سیمې ته رسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ هغه مخابراتي سایټونه چې تر دې وړاندې مخابراتي شبکو سره عقد شوي چارې یې باید ګړندۍ شي او پر وخت د مخابراتي چوپړ په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه اوس مهال هېواد کې د ټي ډي اېف له بودیجې څخه په صحیح معنی د مخابراتي سکټور په پیاوړتیا او پرمختګ کې ګټه اخیستل کېږي او مونږ هڅه کړې چې له دې لارې د هېواد اکثریت محرومې سیمې له مخابراتي پوښښ څخه برخمنې کړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې او مخابراتي شرکتونو تر منځ د ۱۴ مخابراتي سایټونو قرارداد لاسلیک کېدو سره به د سلام مخابراتي شبکه د سمنګانو ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ قریه چوبکي، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ افغان دوبۍ، د ګربزو ولسوالۍ شیخانو، د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ ټیټوی چوکازي، د فاریاب ولایت خواجه موسی ولسوالۍ قصاب قلعه، ازبکي، آق ګذر، هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ بي بي جان، سالیان، چوتو، غزني، بهرامچې، ګلګذ، رباط، چکر، د سرپل ولایت الفتح ولسوالۍ ده میانه، اختیار، ده یک، حصار، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ډنګرګاډ، زلزلې، او د پکتیا ولایت مرکز ګردېز مموزي، خوازک، کوخ، پخری نیازیو سیمو کې لس مخابراتي آنټنونه نصب کړي.

شرکت های مخابراتی

 او همدا راز د اتصالاتو مخابراتي شبکه به د کابل ولایت بګرامیو ګوسفند درې، حسین خېلو کڅ او د پروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ دره محمد خېلو سیمو کې ۳ مخابراتي آنټنونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپاري، او یو مخابراتي سایټ به د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اوزبین او رودبار سیمو کې د مخابراتي چوپړ په موخه نصب شي.

امضای قرارداد با شرکت های مخابرات

یاد مخابراتي سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د ټي ډي اېف بودیجې په اساس تمویلیږي چې د هېواد لرو پرتو او همدا راز محرومو سیمو ته ځانکړي شوي چې جوړېدو سره به یې د یادو سیمو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل او مخابراتي چوپړ څخه به برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته