د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ولایاتو د مرکزي شبکې سره د نښلولو د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان (پنځم لات)

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې وسیله، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ښکېلو خواوو او عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت، د ولایاتو د مرکزي شبکې سره د نښلولو پروژه (پنځم لات)" قرارداد، د کوبل لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې په نوآباد، قلعه زمان خان، د کابل په مرکز کې موقعیت لري، د مجموعي (۱۶,۸۴۵,۸۷۶٫۴) افغانۍ په ارزښت اعطا شوی دی.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یادې پریکړې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض، د دې اعلان د نشر له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د اړوندو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸-منزله ودانۍ په څوارلسم منزل کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکم له مخې وړاندې کړي.

یادونه: دا اعلان د قرارداد د نهایي کولو معنی نه لري. قرارداد به تر هغو نه امضاء کېږي، ترڅو چې د اعتراض موده پای ته ونه رسېږي او اړین قانوني مراحل بشپړ نه شي والسلام.

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه"

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

Back to tenders