د غزنی ولایت ګیلان او ناوه ولسوالیو کې دوه مخابراتي سایټونه فعال شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۱:۴۰
مخابرات ولایت غزنی

غزني ولایت کې د مخابراتي او انټرنټي ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت ګیلان ولسوالۍ جهانګیر بازار سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او د ناوه ولسوالۍ ملک الدین سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت نوي ۲جي او ۳جي سایټونه چې په ښو وسایلو سمبال دي نصب او فعال شول.

د افغان بېسیم او روشن مخابراتي شبکو د مخابراتي اوانټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو  ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک مخابراتی اوانټرنېټي خدمتونو ته لاسرسې ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

ولایت غزنی

د یادونې وړ ده چې د نوموړو  ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته