د غزنی ولایت ګیلان او ناوه ولسوالیو کې دوه مخابراتي سایټونه فعال شول
غزني ولایت کې د مخابراتي او انټرنټي ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت ګیلان ولسوالۍ جهانګیر بازار سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او د ناوه ولسوالۍ ملک الدین سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت نوي ۲جي او ۳جي سایټونه چې په ښو وسایلو سمبال دي نصب او فعال شول.
د افغان بېسیم او روشن مخابراتي شبکو د مخابراتي اوانټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک مخابراتی اوانټرنېټي خدمتونو ته لاسرسې ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.
