د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د تخنیکي او مسلکي انستیتوت آمریت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۱۰
مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټیتوټ آمریت تر منځ د علمي او عملي چارو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دیاد هوکړه لیک د مفادو له مخې به د انسټیټیوټ د څوارلسم ټولګي د دوهم سمیسټر(۶۳) تنه محصلینو لپاره به د ډیټابیس په برخه کې د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اړوند د کمپیوټر ښوونیز مرکز د مجربو ښوونکو له لوري دیوې میاشتې په موده کې عملي زدکړې ورکړل شي او له ترلاسه شویو زدکړو وروسته کولی شي ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیتوټ آمریت سره یې د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته