د بامیانو ولایت له پنجاب ولسوالۍ څخه تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې د ۵۴ کیلومترو په اوږدوالي د نوري فایبر د غځولو پرانیسته وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۲۵
فایبر نوری افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، د ملي پروژو د تطبیق او د نوري فایبر حلقوي رینګ د بشپړولو په موخه د بامیانو ولایت د پنجاب له ولسوالۍ څخه تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې د نوري فایبر د غځولو کار د ۵۴ کیلومترو په اوږدوالي چې د ای سي جي شرکت لخوا جوړیږي پرانیستل شو.

د دې ملي پروژې په پیلېدو سره به هېوادوالو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او په بشپړېدو سره به یې د بامیانو ولایت اوسیدونکي د چټک او غوره کیفیت لرونکي انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.

همداراز د دغې پروژې په بشپړیدو سره به الکترونیکي حکومتولي، د خصوصي او دولتي سکټور د ودې او سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

فایبر نوری

د يادونې وړ ده، چې د باميانو ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته