د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت د فعالیتونو او پلانونو پراختيا

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۱ - ۸:۴۴
45882123_1978295362467681_4974420028326674432_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د افغان ټېلېکام د مسؤولينو سره ددغه شرکت د فعاليتونو په اړه ولیدل، ددوی د فعالیتونو اورېدلو تر څنګ يې ددغه شرکت د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

افغان ټېلېکام شرکت چې په هېواد کې د نوري فايبر، ديجيټل مخابراتي خدماتو، بې سيم خدماتو(سلام مخابراتي شبکه) او د انټرنېټ د وېش په برخه کې فعاليت کوي، توانېدلی د یو کال په اوږدو کې د تېر په پرتله خپل فعالیتونه منظم او غوره خدمات وړاندې کړي.

محترم شهزاد آريوبي د افغان ټېلېکام شرکت مسؤولينو ته سپارښتنه وکړه چې په کمه بيه د با کيفيته خدماتو د وړاندې کولو، د نوري فايبر شبکې خدماتو ، د سلام شبکې( بیسیم) ، د انټرنېټ بنډوېټ پراختيا او په دغه سکټور کې د پانګونې د جلبولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د ژمنې سره سم د ۲۰۱۹ کال پورې، خدمات د کېفيت له پلوه بهتر او بېو کې د پام وړ کمښت راوړي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته