د افغانستان د ټرافيک لپاره د نوي سیسټم د جوړولو پروژې د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وشوې

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۷/۱۹ - ۱۱:۲۹
43590270_1962742587356292_6544933210189463552_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په خپل کاري دفتر کې د کورنيو چارو وزارت د ټرافيک رياست سرپرست محترم جنرال داود سره د ليدنې تر څنګ د افغانستان د ټرافيک لپاره د نوي سیسټم د جوړولو پروژې د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د افغانستان د ټرافيک لپاره د سيسټم جوړولو او د پروسو ساده کولو طرحه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي ټیم له خوا جوړه شوې او ددغه سيسټم د جوړولو په موخه د GTR شرکت سره قرارداد هم لاسلیک شوی دی.

ددغه سيسټم په رامنځته کېدلو سره د جواز سیر، موټرچلولو لایسنس او ټرافيکو ټولې چارې برېښنايي کېږي او د جرمونو کچه په ځانګړې توګه ټرافيکي جرايم او پېښې او د هېواد په کچه په دې برخه کې جعل او تزویر مخه نېول کېږي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته