دلوګر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د غږیزو رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۹:۳۵
ولایت لوگر

دلوګر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د غږیزو رسنیو له استازو سره په راډیويي ترانسمیترونو کې د  فریکونسۍ د فلټرونو  په نصب ، د راډیو ګانو د ټاورونو د ثبت او د جواز تمدید په موخه ناسته وکړه.

دغې ناسته کې ټولو غږیزو رسنیو ته سپارښتنه وشوه، څو تر څو په خپلو راډیویي ترا نسمیترونو کې د فریکونسۍ فلټرونه نصب ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (آټرا) له ادارې سره خپل راډیویي ټاورونه ثبت او د فریکونسۍ دجواز د ترلاسه کولو په برخه کې باید خپل مسؤلیت ادا کړي.

په یاده ناسته کې د نوموړي ولایت اړوند سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست څخه مننه وکړه، چې د راډیوګانو سره تل همکار پاتې شوي او ژمنه یې وکړه، چې دوی به  د نوموړي  ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ر یاست پورته ذکر شوي هدایات  په بشپړ ه توګه عملي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته