د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۳/۴/۱۴۰۳ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.

نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼې www.mcit.gov.af  او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دوه سوه شپاړس زرو (۲۱۶۰۰۰) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې مشخص شوي.

د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۳/۴/۱۴۰۳ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.

سندونه:

د شرط پاڼي لینک

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۴ کابل
Background image

د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه...

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۲۶ کابل
Background image

د ۱۴۰۳ کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې او یکه توت ودانیو د بیارغونې پروژې د ورکولو د پریکړې خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې او یکه توت ودانیو د بیارغونې پروژې د قرارداد ورکولو...

Back to tenders