د وسایطو او جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د وسایطو او جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۱۴۰۵/۲/۲۷ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې WWW.MCIT.GOV.AF او یا د تدارکاتو ملي ادارې له برېښنايي پته https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۲/۲۷ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:

د روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د شرطنامې لینک

والسلام
الحاج حافظ محمد امین جان عمري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵۲ کابل
Background image

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۲۷ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۶ کابل
Background image

د ملي ډیټاسنټر د ظرفیت لوړونې او د فعالیت د ښه‌والي پروژې د داوطلبۍ اعلان

د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار تر...

Back to tenders