د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آرشیف ساختمانی تجهیزاتو د پروژې د داوطلبی اعلان

Author image
Alireza Khaliqyar

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آرشيف د ودانۍ د تجهزاتو چمتوکومو  د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په 10:00 بجو (دوشنبه) د 23/7/1397 نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  12پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي. همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF  او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF    له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې اوو شپیته زره او نه سوه څلور نوي 67994 افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه دی د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د 1397 کال د تلې د میاشتې په 23 نیټه (د دوشنبې په ورځ) د سهار په لسو بجو د مخابراتو وزارت په 14 پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ د باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

په درنښت

خیبرصدیقی

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۲۰ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) ډوله قرطاسیې د چمتو کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۲ کابل
Background image

د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د اتلس پوړیزې ودانۍ د (۱-۲-۵) پوړونو د ترمیم او نوي کولو پروژې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۲:۳۸ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکيو چمتو کولو پروژې کې...

Back to tenders