د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې سره د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د یاد وزارت اړوندو ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه، د شاهی دستریبیوشن ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار د ګلبهار مرکز په دریم منزل کې موقعیت لري، د مجموعي مبلغ نه میلیونه، پنځه سوه شپږ اویا زره، څلور سوه څوارلس (۹,۵۷۶,۴۱۴) افغانۍ په ارزښت ورکړل شوې ده.

هغه حقوقي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د اسنادو او دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸-منزله ودانۍ په څوارلسم منزل کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې له احکامو سره سم، په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یاد اعلان د قرارداد د رسمي عقد معنی نه لري، او تر هغه وخته پورې چې پورته موده پوره نه شي او قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه"

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

Back to tenders