د افغانستان حکومت نړیوال بانک سره تړون لاسیلک کړ.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دمالې وزارت دافغانستان حکومت په استازیتوب نړیوال بانک سره په هیواد کې  دمخابراتي بنسټون د پراختیا په موخه د ( ۵۰ ) ملیونه ډالرو په ارزښت د مرستو تړون لاسیلک کړه.

په همدې اړوند جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د مالې وزیر ښاغلي محمد عمر زاخیلوال ،  د بریښنا او آبولګولو وزیر ښاغلي محمد اسعیل خان د نړیوال بانک مرستیاله میرمن جوزیفون ، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ دمقام د دفتر رئیس ښاغلي غلام جیلاني وزیري ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي اجمل عیان ځینو لور پوړو دولتي چارواکو او د رسنیو استازو ګدون کرئ وو.

د کنفرانس په پیل کې د نړیوال بانک مرستیالې میرمن جوزیفون وویل :

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وروستیو څوکلونو لاسته راوړنو پربنسټ چې د نړیوال بانک پام یي ځان ته را اړولی او د دغه وزارت د تیرو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره  چې د (  یوسلو او چلویښت اعشاریه ات) ملیونو امریکایي دالرو مرستو څخه ( ۵۰ ) ملیونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته ځانګړی شوي دی.

د کنفرانس په لړ کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وویل:چې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل کوښښ کړي  چې ګرانو هیوادوالوته مخابراتي او انترنتي خدمتونه برابر کړي .

همدارنګه د نړیوال بانک له (۵۰ ) ملیونو ډالرو مرستو  څخه یې مننه وکړه دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نړیوال بانک د وړیا مرستو څخه به د مخابراتي او انترنتي شبکو د پرختیا په برخه کې ولګوي، چې اوس مهال (۴) سلنه د هیواد وګړي د انترنتي خدمتونو څخه برخمن دي ، چې په راتلونکې کې به انترنتي خدمتونه (۵۰) سلنې ته پرختیا ومومي .

ښاغلي امیرزي سنګین زیاته کره موږ په پام کې لرو چې زر کیلو متره دنوري فایبرکیبل شبکه د افغانستان مرکزي ولایتونو ته لکه ( بامیان ، غوراو دایکندی ) او شمال ختیځ ولایتونو لکه ( بدخشان او تخار) ته پرختیا ورکړو او همدارنګه د کارکونکو د وړتیا په لوړولو کې به اغیزمن وي.

ښاغلي امیرزي سنګین  د کنفرانس په ورستۍ برخه کې ژمنه وکړه. چې په نږدې راتلونکې کې به لرو پرتو سیموته چې دمخابراتي او انترنتي خدمتون څخه بی برخې دي د مخابراتي او انترنتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشئ

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر