د بامیانو ولایت شیبر ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۲:۴۱
ولایت بامیان افغانستان

بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت شیبر ولسوالۍ غندک کلي کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو آنټنونو له ډلې دی د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۱۰
Background image

میدان وردګو ولایت کې د ای سي جي انټرنیټي شرکت له لوري د نوري فایبر غزولو پروژې عملي چارې پیل شوې

د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه تر زرخرید کوتل پورې د ۶۶ کیلو مترو...

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د بامیانو ولایت شیبر ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۲:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د دوه خصوصي انټرنیټي شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په ډاګه شوه چې یوه انټرنیټي شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د اټرا ادارې د اصولو او...

بېرته خبرونه ته