د بامیانو ولایت شیبر ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Jul 26 2025 12:41 PM
ولایت بامیان افغانستان

بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت شیبر ولسوالۍ غندک کلي کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو آنټنونو له ډلې دی د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.