د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۵۰
ولایت لوگر

دغه هوکړه لیک د یادو دوو ادارو ترمنځ محصلینو ته د لنډمهاله روزنیزو کورسونو برابرولو، د ورکشاپونو، سیمینارونو او په ټکنالوجۍ کې د ګډو کنفرانسونو د تنظیم، د تدریسي او تحقیقي پروژو د عملي کولو ته د زمینې برابرولو او د اړتیا وړ تدریسی نصابونو په وده کې ګډې همکارۍ په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک د مفادو له مخې، د لوګر ولایت د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست به د ټاکل شوې مودې لپاره د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ته د دوامدارې همکارۍ زمینه برابروي.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د یاد هوکړه ‌لیک لاسلیک کول د محصلینو د علمي ودې او ظرفیت‌ جوړونې لپاره ګټور بللی او پدې برخه کې یې د لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې ته د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، محترم مولوي عتیق الله فیضاني د یاد ولایت د مخابراتو او...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۴۴
Background image

پکتیا ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د درېیو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې...

بېرته خبرونه ته