د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

naweed_admin
Sun, May 18 2025 2:50 PM
ولایت لوگر

دغه هوکړه لیک د یادو دوو ادارو ترمنځ محصلینو ته د لنډمهاله روزنیزو کورسونو برابرولو، د ورکشاپونو، سیمینارونو او په ټکنالوجۍ کې د ګډو کنفرانسونو د تنظیم، د تدریسي او تحقیقي پروژو د عملي کولو ته د زمینې برابرولو او د اړتیا وړ تدریسی نصابونو په وده کې ګډې همکارۍ په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک د مفادو له مخې، د لوګر ولایت د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست به د ټاکل شوې مودې لپاره د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ته د دوامدارې همکارۍ زمینه برابروي.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د یاد هوکړه ‌لیک لاسلیک کول د محصلینو د علمي ودې او ظرفیت‌ جوړونې لپاره ګټور بللی او پدې برخه کې یې د لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې ته د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ