د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ډرایو ټسټ تر سره شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۰
ولایت پکتیکا

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آترا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د پکتیکا ولایت د مخابراتو ریاست او د اترا ادارې ولایتي استازي سره په همغږۍ د دغه ولایت  مرکز ښرنې، ارګون، یوسف خیلو او زرغون شهر ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د دغه ډرایو ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه پکې ضعیف یا ستونزې لري پیژندل کیږي او د مخابراتي شرکتونو سره شریکې کیږي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خدماتو کیفیت ښه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۷:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې له ایرانه افغانستان ته د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو د مخابراتي ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۲۳
Background image

د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار یوشمیر سیمو کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د اټوما مخابراتي شرکتونو دوه سایټونه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې...

بېرته خبرونه ته